www.azadiradio.org
[ windows media ] [ realaudio ] [ listen live ]
 
جمعه, 9 مي 2008
 
[ خبرونه ]

print versionemail the site to a friend
په لبنان کې دحکومت مخالف سياسي ګوند حزب الله د ملاتړو او حکومت تر منځ د دريمې ورځې لپاره نښتې رواني دي:
د لبنان دحکومت مخالف سياسي ګوند حزب الله د حکومت لخوا د اوربند پشنهاد رد کړ. په بېروت کې د حزب الله د ملاتړو او حکومت تر منځ په شنښته کې لږ تر لږه لس کسان مړه او شل نور ژوبل سوي دي. په بېروت کې دغه نښتې کې وروسته له هغه رامنځ ته سوې کله چې دچارشنبې په ورځ حکومت د حزب الله ارتباطي شبکه غير قانوني وګڼله . د حزب الله مشر (حسن نصرالله) د حوکومت دغه اقدام د جګړې پر لور حرکت وګاڼه. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې آرام سي او خپلې ستونزې د سوله ئيزو خبرو له لارې حل کړي. له بلي خوا سپينې ماڼۍ هم له حزب الله غوښتي چې له نفاق اچوني لاس واخلي. د واک پر سر دلانجو له امله لبنان د پنځو مياشتو راهسي جمهور رئيس نه لري.


news archive
 
top of the page
Radio Free Europe / Radio Liberty © 2008 RFE/RL, Inc. All Rights Reserved.webmaster@rferl.org
border