د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر وايي چې افغان محصلینو د هند په بنګلور پوهنتون کې په ګروپي سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
د لوړو زده کړو وزیر محمد اعظم دادفر د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا ته همداراز ویلي، چې د اقتصاد په برخه کې د یوه افغان محصل لیکنه په ترکیه کې لومړۍ راغلې ده.
د نوموړي په وینا ، افغانستان د سارک هیوادونو د پوهنتونو د ټولنې غړیتوب هم ترلاسه کړ.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پوهنتونونو محصلین شکایت کوي، چې د اکثرو پوهنځیو درسي نصاب زوړ او د تدریس میتود ناموثره دی.