امريکا پر ايران او سوريې تور لګولى چې په لبنان کې تاوتريخوالي ته لمنه وهي. له هغه وخته راهسي چې په لبنان کې د حکومت او حزب الله ګوند د پلويانو تر منځ نښتي پيل سوي شعيه حزب الله د بېروت ډيري برخې نيولي دي. د امريکا سپينې ماڼۍ ويلي چې د ملګرو ملتونو د امنيت له شورا سره يې د هغو کسانو پر ضد د احتمالي اقداماتو په اړه خبرې کړي چې د لبنان په وروستيو تاوتريخوالي کې چې لږ تر لږه 11 کسان پکي وژل سوي لاس لري .د شعيه وسلوالو حملې ورسته له هغه پيل سوې کله چې حکومت ددغه ګوند فعاليت د نفوذ دکموالي لپاره اقدام وکړ. د لبنان حکومت د شعيه مليشياو دغه حرکت چې د بېروت ډيري برخې يې نيولي دي يوه وسلواله کودتا ګڼلې ده .
امريکايي پوځ وايي د بغداد د صدر په ښارګي کې يې په تېرو دوو ورځو کې 25 وسلوال وژلي . په دغه ځاى کې له هغه وخت راهسي جګړه روانه ده کله چې دمارچ په مياشت کې صدراعظم نوري ال ماليکي د مقتدى صدر مهدي لښکرو د ځپلو لپاره د عملياتو امر وکړ. تر اوسه په دغو نښتو کې په سلګونه کسان وژل سوي دي. د خيريه مؤسسو مسؤلينو د صدر په ښار ګي کې چې 2 ميليونه نفوس لري د بشري ناورين يا بحران خبردارى ورکړى دى.
نن د امريکا د جمهور رئيس جورج ډبيلو بوش دلور واده دى . 26 کلنه ( ينا بوش ) د ورجنيا ايالت د يوه سياستوال له زوى ( هېنري هاګر )سره ژوند شريکوي. ددوى دواده مراسم د ټکساس په ايالت کې د جورج بوش په شخصي کرونده کې تر سره کيږي . د واده مراسم خصوصي او مذهبي دي او يوازي 200 مېلمنو ته بلنه ورکړه سوې ده .
د ترکيې پوځ وايي ددغه هيواد په جنوب کې يې 20 کردي بېلتون غوښتونکي وژلي دي . د ترکيې يو پوځي مقام د رويترز خبري آژانس ته ويلي چې د کردستان د کارګر ګوند وسلوالو د جمعې په ورځ د عراق له شمال څخه ترکيې ته اووښتي او هلته يې پر پوځي پوستو حملې وکړې او دوه ترکي عسکر يې ووژل . ترکي جنګي الوتکو په ځواب کې د ترکيې پولې ته څېرمه د عراق د شمال پر هغو سيمو چې کردي ياغيان پکي موجود دي بمبارۍ وکړې. پوځي منابع وايي په دغو بمباريو کې لږ تر لږه 20 وسلوال وژل سوي دي. دم ګړى ددغې ادعا په اړه ډير جزئيات نه دي څرګند.
د زيمبابوې د سياسي ګوند مشر ( مورګن څوانګېراى) وايي دى تيار دى چې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د خپل سيال جمهور رئيس ( رابرت موګابې ) سره سيالي وکړي. د انتخاباتو په لومړي پړاو کې چې د مارچ په مياشت کې ترسول د سياسي ګوند مشر (څوانګيراى) تر خپلو سيا لانو وړاندي و. خو د انتخاباتو رسمي نتېجې ښيي چې نومړى په انتخاباتو کې د بري لپاره 50 فصدو رايو ته اړتيا لري. ( مورګن څوانګراى) په جنوبي افريکا کې خبريالانو ته وويل چې ډير ژر به خپل هيواد ته ستون سي او دانتخاباتو په دوهم پړاو کې چې د مې دمياشتې پر 24 نېټه تر سره کيږي ګډون وکړي.
دعراق د شيعه مذهبي مشر مقتدي الصدريومرستيال وايي په بغداد کې دتيروڅو اونيوله جګړو وروسته دوى دعراق له پوځ سره داوربند موافقه کړي ده ٠دالصدر دگوند وياند شيخ صلاح عبيدي وايي دغه تړون دعراق له حکومت سره سوى اونتېجې به يي سبا عملي سي [ جمعه, 9 مي 2008 ] [ 6:23 ] د افغانستان د کانو وزير وايي د تخار ولايت کي د سروزرو کان به يوې شخصي افغاني کمپنۍ ته ورکړي. [ 6:22 ] د ناتو عمومي منشي وايي د افغانستان د پوځ د روزني هلي ځلي بايد زياتي شي [ 6:21 ] په افغانستان کي بايد د ناتو ځواکونو قومانده يوه هيواد ته وسپارله شي [ 6:20 ] د آستراليا پوځ نن وويل د هغو ادعاو په اړه څيړني کوي چي وايي عسکرو يي له افغاني بنديانو سره ناوړه چلند کړئ. [ 6:19 ] ملګرو ملتونو نن وويل د ميانمر پوځي رژيم ددوي ټولي هغه مرستي قبضه کړي چي د توپان مصيبت ځپلو ته يي استولي دي. [ 6:18 ] نن د مسکو په سره ميدان کي په نازيانو بايندي د شوروي اتحاد د ١٩٤٥ ميلادي کال د بري کليزه په عسکري پريد سره ولمانځل شوه . [ 6:16 ] امريکا پاکستان ته د خپل پوځي مامور استول لغوه کړي [ 6:14 ] حزب الله يانو د بيروت ښار لويديځه برخه نيولي [ 6:12 ] د امريکا پوځ وايي د بغداد په صدر ګاونډ کي چي د امريکا ضد شيعه مشر مقتدا الصدر يو سنګر دئ، ١٤ تنه وسله وال يي وژلي دي . [ 6:11 ] د امريکا د متحده ايالاتو پوځ وايي په عراق کي د القاعده شبکي مشر ابو ايوب المصري ندئ نيول شوئ [ 12:29 ] مسکو نن د شوروي اتحاد لخوا نازيانو ته د ماتي او دخپل بري د کليزي په مناسبت پو ځي پړېد وکړ: [ 12:26 ] روسيه وايي دوه امريکايي پوځي اتشه ديپلوماتان دي ددوى له خاوري څخه ووځي: [ 12:24 ] د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره وايي په ميانمر کې د سختو توفانونو له امله ښايي چې يو نيم ميليونه کسان متاثير سوي وي. [ 12:22 ] په لبنان کې دحکومت مخالف سياسي ګوند حزب الله د ملاتړو او حکومت تر منځ د دريمې ورځې لپاره نښتې رواني دي: [ 12:19 ] دايران لوى مذهبي مشر وايي امريکا د عراق او فلسطين د سولې په لاره کې خنډ جوړوي: [ 12:18 ] په عراق کې د القاعده يو مشر نيول سوى دى: [ پنجشنبه, 8 مي 2008 ] [ 6:27 ] ناټو نن يو ايټالوى ديپلومات ( فرانندو ګنتيليني ) په افغانستان کې د ملکي چارو د استازي په توګه وټاکه : [ 6:25 ] روسيې نن د ايران پر ضد د سترو هيوادونو لخوا اقتصادي بنديزونه قانوني کړل . [ 6:23 ] د روسيې پارلمان ( دوما ) يا ولسي جرګې نن ولادمير پوتين دصدراعظم په توګه وټاکه : [ 6:22 ] اسرائيل د خپل دولت د تاسيس شپېتمه کاليزه لمانځي . [ 6:20 ] د تبت د جلاوطني حکومت (د لاى لاما) استازي له چيني مقاماتو سره د خپلو خبرو په اړه زياته اميدواري څرګنده کړې ده : [ 6:19 ] ايران څلور کسان د قتل په جرم اعد ام کړل: [ 6:17 ] ميانمر ته د ملګرو ملتونو د مرستو لومړۍ الوتکه ورسېده: [ 6:15 ] ايران وايي ٦ مشکوک کسان يې نيولي چې ګمان کيږي د تېري مياشتې په تروريستي حملې کې ښکېل وو. [ چهارشنبه, 7 مي 2008 ] [ 6:25 ] افغان چارواكو د اداري فساد دمبارزې په برخه كې د عالي ادارې جوړيدل وستايل [ 6:24 ] د افغانستان ددفاع وزارت د هيواد په جنوب كې د نوي عملياتي پلان د پيل اعلان وكړ [ 6:24 ] د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي ملي پوليسو په ارزګان ولايت كې د طالبانو حمله په شا تمبولې او يو طالب يې وژلى دى [ 6:23 ] ميدان وردګو ولايت کي دري ښوونځي جوړ شوي [ 6:21 ] بغلآن ولآيت کي د غلود ډلي يو تن نيول شوئ [ 6:20 ] نيمروز ولايت كې يو ايرانۍ وګړۍ نيول شويدئ [ 6:19 ] د روسيي نوي جمهور رئيس دميتري ميدوديف نن پخوانئ جمهور رئيس ولادميير پوتين د صدراعظم په څوکې ونوماوه [ 6:18 ] د ملګرو ملتونو يوه چارواکي نن وويل د ميانمر د توپان له وجي شاوخوا يو ميلون کسان بي کوره شويدي [ 6:14 ] سناتور بارک اوباما د امريکا د نورت کرولاينا ايالت کي د ډموکراټ ګوند د کانديدۍ سيالي وګټله [ 6:14 ] د عراق د ثبات په اړه د ايران او امريکا خبري ځنډيدلي [ 6:08 ] د لبنان د حزب الله ډلي په مشرۍ مخالفينو نن په بيروت کي لاري او سړکونه بند کړل [ سه شنبه, 6 مي 2008 ] [ 6:19 ] افغان دولت ویلي، د پاکستان دحکومت او ځايي طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو اترو ملاتړ کوي،خو په دي شرط چې له پولې اخوانه پاکستاني طالبان افغانستان ته را وانه وړي او د افغانستان امنیت خراب نه کړي. [ 6:18 ] په افغانستان کې د امریکا په مشري ایتلافي ځواکونه وايي چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې یې تیره ورځ څو تنه وسلوال طالبان وژلي او یو تن یې ژوندی نیولی دی. [ 6:18 ] افغان امنیتي ځواکونو په هرات کې له ایران سره پولې ته نږدې د وسلو او مهاتو یوه لویه ډیپو کشف او ترلاسه کړې ده. [ 6:17 ] وسلوالو طالبانونن سهار د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د ایتلافي ځواکونو په لوژیستیکي کاروان برید کړی. [ 6:17 ] د کندهار په پنځمه ناحیه کې نن سهار دپولیسو د موټرو په کاروان د ماین چاودنه شوې، چې د امنیې قومندان مل پاسوال سید اغا ثاقب په وینا، دوه پولیس او درې ملکي وګړي یې ټپیان کړي . [ 6:16 ] د برما خبري رسني وايي د توپان له امله له دوويشت زرو څخه ډير کسان مړه شوي دي . د برما راډيو او تلويزيون بيا د يو څلويشت زرو دورکيدو خبر ورکړي . [ 6:16 ] د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر وايي چې افغان محصلینو د هند په بنګلور پوهنتون کې په ګروپي سیالیو کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی. [ 6:16 ] د میدان وردګود کلیو د پراختیا رئیس وايي، ددې ولایت په نرخ ولسوالۍکې ۱۱ عام المنفعه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې وسپارل شوې. [ 6:15 ] د امريکا د انديانا او شمالي کارولاينا په ايالاتو کي راي ورکونکي نن دنوامبر په مياشت کي د جمهوري رياست دراتلونکو انتخاباتو لپاره دديموکرات ګوند د کاند د غوره کولو په سيالي کي راي ورکوي . [ 6:15 ] د چين جمهورريس هوجن تاو نن جاپان ته خپل پينځه ورځني رسمي سفرپيل کړ . [ 6:14 ] نن امريکا او روسيي د هستوي انرژۍ د همکاري په اړه يو ډير مهم تړون لاس ليک کړ . [ 6:14 ] د ترکمنستان جمهور ريس قربانقلي بري دي محمد اوف د دوهمي نړيوالي جګړې د پاي ته رسيدو په وياړ نهه سوه زندانيان بښلي دي . [ 6:13 ] په عراق کي ميشت امريکايي ځواکونه وايي چې د القاعده مشکوکو وسله والو د بغداد په شمال کي په يوې پوستې کې لس عراقي سرتيري وژلي دي . [ 6:13 ] دسوداګرو يوي ټولني په کندهارکې له زرو کورنيو سره مرسته کړي . دا خيره موسسه چې لوي کندهار نوميږي پينځم ځل دي چې په کندهار کي له اړو خلکو سره مرسته کوي . [ 6:12 ] د چين جمهورريس هوجن تاو نن جاپان ته خپل پينځه ورځني رسمي سفرپيل کړ . [ 6:12 ] د امريکا متحد ايالات وايي اوس هم تيار دي چې له ايران سره د عراق د امنيت په اړه خبري وکړي . [ 6:11 ] دملګرو ملتونو انکشافي ادارې يا يواين دي پي دفتر ا ود جاپان په ګډه مالي مرسته دننګرهار ولايت دبي وزله خلکو او معلولينو سره د زده کړي د حرفوي مرکز وداني چې د جوړولو کار يي بشپړ شوي نن پرانيسله . [ دوشنبه, 5 مي 2008 ] [ 6:35 ] نن په لندن کې د بريتانيا شهزاده هري ته په افغانستان کې د پوځي خدماتو لپاره اواړد ورکړه سوه . [ 6:34 ] د اسرائـيل صدراعظم ايهود المرت او د فلسطين مشر محمود عباس نن دسولي د هڅو په لړ کي چې لږ پرمختګ پکي تر سترګوکيږي له يوبل سره وليدل . دوي له سيمي څخه د امريکا د بهرنيو چارو د وزيري له کتني وروسته خبري وکړي . [ 6:33 ] دعراق صدراعظم وايي په خپل هيواد کې به د ايران د مداخلې په اړه شواهد برابر کړي [ 6:30 ] د ايران دبهرنيو چارو وزارت وايي که امريکايي پوځونه په عراق کې پر شعيه وسلوالو رواني حملې بندې نه کړي [ 6:30 ] د ملګرو ملتونو مقامات وايي په ميانمر کې د پروني سختو موسمي توفانونو له امله په لسګونو زره کسان مړه او په سلوګونو نور وژل سوي دي: [ 6:27 ] د ايران د بهرنيو چارو وزارت وايي دغه هيواد به د خپل اټومي پرګرام د بنديدو په بدل کې د سترو هيوادونو لخوا هيڅ ډول امتيازات ونمني : [ 6:25 ] د جورج ډبليوو بوش حکومت د ګرجستان او آبخازيا تر منځ د رامنځ ته سوي پېښې وروسته له دواړو خواوو وغوښتل چې له حوصېلې څخه کار واخلې. [ يكشنبه, 4 مي 2008 ] [ 6:22 ] د آسيا پراختيايي بانګ له هغو بې وسه هيوادونو سره دعاجلو مرستو اعلان کړى دى، چې د خوراکي مواودو د لوړو بيو له ستونزو سره مخامخ دي. [ 6:21 ] دعراق د جمهور رئيس د مېرمنې د موټرو پر کاروان د بم چاودنه سوې ده : [ 6:19 ] د امريکاد بهرنيو چارو وزيرې کاندو ليزا رايس نن وويل داباور لري چې سږ کال به د فلسطين او اسرائيلو تر منځ روغه جوړه وسي [ 6:18 ] د ايران لوى مذهبي مشر وايي ايران به له خپلو حقوقو څخه تېر نه سي او د تهديدونو په وړاندي به خپل سر ټيټ نه کړي [ 6:17 ] په ميانمر کې د موسمي توفانونو له امله ګڼشمېر کسان مړه سوي دي. [ 6:16 ] چين د يوه ويروس د خپرېدو له امله د 24 کسانو د مړيني راپور ورکړى دى . [ 6:14 ] د تبت د جلاوطني حکومت مذهبي مشر ( دلاى لاما ) استازي نن له چيني مقاماتو سره خبرې کوي